له ان بی ای ټلویزیونی شبکې سره د مخکینی ولسمشر محمد اشرف غنی د مرکې ځینې مهم ټکی
ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه د زمری/اسد ۲۰مه او د اګسټ میاشتې ۱۱مه نېټه ده.
مخکېنی ولسمشر محمداشرف غنی په تازه مرکه کې ویلی، کله چې د ملی دفاع وزارت، ملی امنیت قطعو او امریکا سفارت له تخلیې خبر شو، نو د هېواد پرېښودو ته اړ شو.
غنی زیاته کړې، مخکې له دې چې افغانستان پرېږدی، د جمهوریت پر پرځونې معاملې شوې وې.
نوموړی څرګنده کړې چې د اساسی قانون له مخې اوس هم د افغانستان ولسمشر دی.
هغه ویلی: “د اساسی قانون پر بنسټ زه ولسمشر وم، تر هغه چې د افغانستان خلک په قانونی توګه یوه بل چا ته واک ونه سپاری، زه به ولسمشر یم. د خلکو خدمتګار وم او هېڅ وخت پر القابو متکی نه وم”.
غنی دې مرکه کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر پخوانی استازی زلمی خلیلزاد، پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د ده د واک پر شریک عبدالله عبدالله کلکې نیوکې کړی دی.
ده خلیلزاد تورن کړ چې “پخپلو طرحو او کار یې د افغانستان سیاسی قشر [ پوړۍ] سره وېشلی و”.
“له ما سره د خلیلزاد ستونزه دا وه چې زه افغان او مسلمان وم او هغه (خلیلزاد) له خپل افغانیت او هویت هم انکار کړی”.
ولسمشر غنی په دې مرکه کې د تېر نظام د سولې عالی شورا پخوانی مشر عبدالله عبدالله هم د جمهوریت د نه تحکیمېدو مسؤول بللی.
زلمی خلیلزاد او عبدالله تر اوسه د ښاغلی غنی دې څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.
نوموړی ادعا وکړه چې سقوط پر ورځ “امریکا د سهار نهه بجې اسناد وسېځل، ایستل یې پیل کړل او هوایی ډګر ته ولاړل. امریکا د صفر یو قطعې ځانګړی ځواکونه ویستل، دوی که تصمیم درلودی چې د جمهوریت ملاتړ وکړی، ولې یې ځواکونه ایستل.”
ښاغلی غنی دا څرګندونې داسې مهال کړې چې د افغانستان پر بیارغونه د امریکا د څار اداره سیګار وایی د تېرکال اګسټ کې د پخوانی ولسمشر غنی له وتلو سره پر هغه د پیسو د لېږدو اړونده تورونو ځینې پوښتنې ورته ځواب شوې.
سیګار په خپل تازه رپوټ کې ویلی ولسمشر غنی ورسره مخامخ له خبرو ډډه کړې خو مدافع وکیلې یې ورته له ورلېږل شویو ۵۶ پوښتنو یوازې شپږ هغه ځواب کړی.
ـــــــــــــــــــــــــــ
https://t.me/+AuWDZ2LArLI2MWE1
گهیځ