له ایرانه څه باندې دوه زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شول

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۶ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلی، چې تازه له ایران هېواد څخه ۲ زره ۶۷۲ تنه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شول.
د خبر پر بنسټ، یاد وزارت د یو ټویټ په خپرولو سره ویلی، چې دغه کډوال د هرات ولایت د اسلام کلا بندر له لارې هېواد ته راستانه شوی دی.
په دغه ټویټ کې د اسلام کلا د سرحدی آمریت له قوله راغلی چې یادو بېرته راستنېدونکو کسانو کې ۱۲ سوه ۲۸ یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړیوال سازمان ته ورپېژندل شوی دی.
دې وروستیو کې له ایرانه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو لړۍ چټکه شوې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.