معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له ایران سره به د ریل پټلۍ له لارې انتقالات زیات شي

له ایران سره به د ریل پټلۍ له لارې انتقالات زیات شي

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلوې لومړۍ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د ایران له ریل پټلۍ څخه د ګټې اخیستنې ادارې له مرستیال مرتضی جعفري په مشرۍ له مل پلاوي سره کتلي.

 یاد وزارت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، دې کتنه کې د ریل پټلۍ له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو او اروپایي هېوادونو ته د ریل پټلۍ په مرسته د ایران او ترکیې له لارې د افغاني توکو د لېږد په اړه خبرې شوي.

د خبر پر بنسټ ایراني پلاوي په دې لیدنه کې ژمنه کړې، چې د افغانستان صادراتي، وارداتي او ترانزیتي توکي به په ټيټه بیه او د امکان په صورت کې به یې کمه موده کې لېږدوي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس