کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلوې لومړۍ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر نورالدین عزیزی د ایران له ریل پټلۍ څخه د ګټې اخیستنې ادارې له مرستیال مرتضی جعفری په مشرۍ له مل پلاوی سره کتلی.
یاد وزارت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلی، دې کتنه کې د ریل پټلۍ له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو او اروپایی هېوادونو ته د ریل پټلۍ په مرسته د ایران او ترکیې له لارې د افغانی توکو د لېږد په اړه خبرې شوی.
د خبر پر بنسټ ایرانی پلاوی په دې لیدنه کې ژمنه کړې، چې د افغانستان صادراتی، وارداتی او ترانزیتی توکی به په ټیټه بیه او د امکان په صورت کې به یې کمه موده کې لېږدوی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ