کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۵ نېټه):
د افغانستان بانک تېره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی، چې انفرادی حساب لرونکی کولی شی تر دې وروسته په اونۍ کې ۶۰۰ امریکایی ډالر چې شاوخوا ۵۰زره افغانۍ کیږی، له خپلو بانکی حسابونو څخه وباسی.
د اعلامیې له مخې د بانکونو مشتریان همدارنګه کولی شی، چې په میاشت کې یو ځل ۲ زره امریکایی ډالر چې شاوخوا ۲ لکه افغانۍ کیږی، له خپلو حسابونو څخه تر لاسه کړی.
تر دې وړاندې د افغانستان بانکونو کې د انفرادی حسابونو لرونکو اجازه نه لرله، چې په اونۍ کې تر ۴ سوو او په میاشت کې تر ۱۲ سوو امریکایی ډالرو زیاتې پیسې له خپلو حسابونو څخه وباسی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ