معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له بلخ هوایي ډګره ترکیې سره دوه اړخیز پروازونه پيل شول

له بلخ هوایي ډګره ترکیې سره دوه اړخیز پروازونه پيل شول

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۹ مه نېټه):
د سرپرست افغان حکومت له حاکمېدو وروسته د لومړي ځل لپاره تېره ورځ د کام ایر هوايي شرکت له لوري د بلخ او ترکیې هېواد ترمنځ لومړنی پرواز د ترکیې استانبول ته رسماً وشو.
د خبر پر بنسټ په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د کام ایر هوايي شرکت استازو، د ترکیې هېواد د قونسلګرۍ استازو، د بلخ د مولانا جلال الدین محمد بلخي هوایي ډګر مرستیال او کاري پرسونل شتون درلود.
په دغه لومړنۍ الوتنه کې ۱۳۹ مسافرین د ترکیې هېواد استانبول ته ولېږدول شول، چې له دې وروسته به له بلخ څخه په اونۍ کي یوه ورځ پرواز ترسره کیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس