له بلخ هوایی ډګره ترکیې سره دوه اړخیز پروازونه پیل شول

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۹ مه نېټه):
د سرپرست افغان حکومت له حاکمېدو وروسته د لومړی ځل لپاره تېره ورځ د کام ایر هوایی شرکت له لوری د بلخ او ترکیې هېواد ترمنځ لومړنی پرواز د ترکیې استانبول ته رسماً وشو.
د خبر پر بنسټ په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د کام ایر هوایی شرکت استازو، د ترکیې هېواد د قونسلګرۍ استازو، د بلخ د مولانا جلال الدین محمد بلخی هوایی ډګر مرستیال او کاری پرسونل شتون درلود.
په دغه لومړنۍ الوتنه کې ۱۳۹ مسافرین د ترکیې هېواد استانبول ته ولېږدول شول، چې له دې وروسته به له بلخ څخه په اونۍ کی یوه ورځ پرواز ترسره کیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.