معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له بلخ څخه په لومړي ځل ۲۵۰ ټنه کچالو د افغانستان او ازبکستان ګډ بازار ته صادر شول

له بلخ څخه په لومړي ځل ۲۵۰ ټنه کچالو د افغانستان او ازبکستان ګډ بازار ته صادر شول

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بلخ ولایت ځایي چارواکو ویلي، چې له دغه ولایت څخه په لومړي ځل ۲۵۰ ټنه کچالو له ځنډ پرته د افغانستان او ازبکستان هېوادونو ګډ بازار ته صادر شول.

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو ویلي، چې د حېرتان سوداګريز بندر له لارې صادرات مخ په زياتېدو دي.

اوس مهال له افغانستان څخه ازبکستان ته د تازه او وچې مېوې سربېره زعفران، شیرین بویه او د بخار دیګونه هم صادریږي.

مسوولینو دا بهیر د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د لا پرمختګ لپاره اغېزناک بللی دی.

بل لور د کچالو صادرونکي هم خوښ دي، چې تولیدات یې پرته له پوموګیشن (دوا پاشۍ) څخه اسانۍ باندې صادریږي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس