له بلخ څخه په لومړی ځل ۲۵۰ ټنه کچالو د افغانستان او ازبکستان ګډ بازار ته صادر شول

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بلخ ولایت ځایی چارواکو ویلی، چې له دغه ولایت څخه په لومړی ځل ۲۵۰ ټنه کچالو له ځنډ پرته د افغانستان او ازبکستان هېوادونو ګډ بازار ته صادر شول.

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو ویلی، چې د حېرتان سوداګریز بندر له لارې صادرات مخ په زیاتېدو دی.

اوس مهال له افغانستان څخه ازبکستان ته د تازه او وچې مېوې سربېره زعفران، شیرین بویه او د بخار دیګونه هم صادریږی.

مسوولینو دا بهیر د اقتصادی او سوداګریزو اړیکو د لا پرمختګ لپاره اغېزناک بللی دی.

بل لور د کچالو صادرونکی هم خوښ دی، چې تولیدات یې پرته له پوموګیشن (دوا پاشۍ) څخه اسانۍ باندې صادریږی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.