له بنګلدېش او هنده د علماوو راغلی پلاوی کابل کې له ملا عـ.ـدالـ.ـغنی بـ.ـرادر سره ناسته کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۳۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اقتصادی مرستیال کابل ته د هند او بنګلدېش له راغلو یو شمېر علماوو سره په لیدنه کې ویلی، چې پر ځان بسیا افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه دی.

نوموړی د سرپرست حکومت د بیا واکمنېدو سره د پیل شویو سترو اقتصادی پروژو، د سوداګرۍ پراختیا او د صنعت په برخه کې د شوی پرمختګ یادونه هم کړې ده.

برادر زیاته کړې، حکومت یې د بهرنیو مرستو پرته خپلواک اقتصاد ته زمینه برابره کړې ده.

په ورته وخت کې نوموړی د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدل او اقتصادی بندیزونه لګول د پرمختګ پر وړاندې ستر خنډونه بللی او له نړیوالې ټولنې څخه یې د مرستې غوښتنه کړې.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.