له ترکمنستان سره تېر کال د ۴۸۱ میلیونه ډالرو سوداګریزه راکړه – ورکړه شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی۲۵ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ویلی، چې په تېر ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ۴۸۱ میلیونه ډالرو په ارزښت راکړه -.ورکړه شوې ده.

د خبر پر بنسټ،.د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو زیاته کړې، چې له دې منځه ۴۷۷ میلیون ډالره یې واردات او پاتې نور یې صادرات دی.

په ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایی، ترکمنستان یو له هغو هېوادونو دی، چې تل یې له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې مثبت لید لرلی دی.

د یادې خونې غړی خانجان الکوزی ویلی، د ترکمنستان له لوری افغان سوداګرو ته د ویزې د ورکړې برخه کې ستونزو ته په اشارې وایی، له دې ننګونو سره – سره د تورغونډۍ او آقینې بندرونه د افغانستان او ترکمنستان له مهمو بندرونو ګڼل کیږی، چې هره ورځ د دواړو هېوادونو سوداګریز او ټرانزیټی توکی ورباندې لېږدول کیږی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.