له تورخمه تر بلخ ولایت هره ورځ له سوداګریزو مالونو ۷۵۰۰۰۰۰۰ افغانۍ په ناقانونه توګه اخیستل کېږی
راپور: ایمل ظاهر
ننګرهار کې ګهیځ داسې اسناد موندلی چې د ترانسپورټ وزارت اړوند مامورین د لویو لاریو له چلوونکو څخه له تورخم نه تر مزار شریف پورې د ترانزیټی لارې په اوږدو کې له قانونی مالیې یا ټکس پرته پنځلس ځایه نور ناقانونه پیسې اخلی.
له تورخم څخه په تجارتی توکیو له بار لاریو څخه لومړی د جلال آباد ښار په څنډه د ثمرخېلو په پاټک کې د ترانسپورټ د مامورینو له خوا د ناقانونه پیسو اخیستو لړۍ پیلیږې او د ننګرهار ګمرک ته د داخلېدو او بېرته راوتو پرمهال له هر موټر څخه د ګمرک ساتونکی پنځه پنځه سوه افغانۍ چې هېڅ قانونی سند نلری اخلی.
تر هغې وروسته د سره رود دوسرکې، د دورنټې په چک پوست، او له ننګرهار وروسته د لغمان ولایت اړوند د سرخکانو په چک پوست، د کابل اړوند څرخی پله، ده سبز بندر، چاریکار بندر، او همداسې تر مزار شریف پورې پنځلس ځایه له موټر چلوونکو څخه د سند له ورکړې پرته په ناقانونه ډول پیسې اخیستل کېږی.
د لارۍ چلوونکو د انسجام شورا غړی نور آغا خوګیاڼی وایی: “له مونږ څخه یوازې په جلال آباد کې نه، په تورخم کې، په ثمرخېلو کې، په ګمرک کې، په دوسرکه کې په درونټه کې سرخکانو کې او همداسې تر مزار شریف پورې پنځلس ځایه د ترانسپورټ مامورین پیسې اخلی.”
د لارۍ چلوونکو د انسجام شورا دغه غړی زیاتوی چې د ترانسپورټ مامورین د مالونو ارزښت ته په کتو ترې له هر موټر څخه د پنځه زره افغانیو نیولې تر دېرش زره افغانیو پورې نغدې پیسی اخلی.
خوږیاڼی همدارنګه وایی د ترانسپورټ مامورین ترې د ترلاسه کېدونکو پیسو په مقابل کې موټر چلوونکو ته هېڅ قانونی سند هم نه ورکوی ځکه نو اټکل کېږی چې دا پیسې د ملی بودیجې پرځای شخصی جیبونو ته ځی.
دا په داسې حال کې ده چې یو کال وړاندې په دې برخه کې د فساد شتون له کبله، ولسمشر د یوه ځانګړی حکم له مخې په فزیکی ډول د هر ډول پیسو اخیستل منع کړی وو او پرځای یې یوازې د ګمرکاتو اړوند د اسیکوډا له لارې چې پیسې یې د تعرفو په ورکړې سره بانکی حساب ته ورځی، جواز ورکړل شوی ؤ.
د لارۍ چلوونکو اتحادیې د معلوماتو له مخې چې د هرو ۲۴ ساعتو په موده کې له تورخم څخه تر مزار شریف پورې په لوړبیو او کم بیو توکو بار نږدې (۱۰۰۰) لارۍ تګ راتګ کوی چې که په اوسط ډول د لارې په اوږدو کې له هرې لارۍ څخه د ترانسپورټ په هر چک پوست کې پنځه – پنځه زره افغانۍ واخیستل شی نو تر مزار شریف پورې له هر موټر څخه پنځه اویازره افغانۍ اخیستل کېږی چې د ۱۰۰۰ موټرو څخه په مجموعی ډول په یوه شپه او ورځ کې (۷۵۰۰۰۰۰۰) پنځه اویا میلیونه افغانۍ ترلاسه کېږی.
خو د ننګرهار ولایتی چارواکی وایی په تجارتی مالونو له بار موټرونو څخه په فزیکی ډول د ترانسپورټ وزارت کار کوونکو له لورې د پیسو اخیستلو هغه فرمان د ولسمشر له خوا بېرته لغوه شوی دی.
د ننګرهار والی ضیاءالحق امرخېل وایی هغه لارۍ چې په تجارتی مالونو بار وی او له یوې سیمې څخه بلې ته داخلیږی د هغې سیمې ترانسپورټ اداره ترې د یو سند په ورکړې سره یوه اندازه قانونی پیسې اخلی، خو نوموړی هغه پیسې غیر قانونی بولی چې د سند له ورکړې پرته له لارۍ چلوونکو اخیستل کېږی.
د ننګرهار د ترانسپورټ ریاست هم ومنله چې په بندرونو کې یې په تجارتی مالونو له بار موټرو څخه په غیر قانونی ډول پیسې اخیستل کېږی او پر وړاندې یې د اقداماتو خبره هم کوی.
نوموړی زیاتوی: “هره هغه پارچه چې لارۍ چلوونکو ته ورکول کېږی او د پیسو اندازه، پلیټ نمبر، کلیو میټر د مامور امضاء او ټاپه پرې نه وی، نو غیر قانونی اخذ بلل کېږی چې مونږ به یې پر وړاندې په پوره جدیت مخنیوی وکړو.”
د دې ترڅنګ ګهیځ داسې اسناد هم موندلی چې د هېواد د لویو ترانزیټی لارو په اوږدو کې وسله وال طالبان هم له له یادو لارۍ چلوونکو څخه د تجارتی اموالو قیمت ته په کتو له هر موټر څخه له پنځه زره افغانیو څخه تر پنځه ویشت زره افغانۍ اخلی خو د افغان حکومت د ترانسپورټ وزارت د مامورینو سره په دې توپېر چې طالبان لارۍ چلوونکو ته د ټول هېواد په کچه یوازې یوه پارچه ورکوی او که بیا ځلې د هېواد په هر ګوټ کې د وسله والو طالبانو له ګمرکی مامورینو سره مخ شی نو په لومړی ځل د ترلاسه شوې پارچې په ښودلو سره له هغې سیمې تېرېږی.
دا موضوع مو د ترانسپورټ وزارت له ویاند سره هم شریکه کړه خو په تکرار ډول د دې ادعاوو د سپیناوی لپاره د پیغامونو او ټیلیفونی اړیکو له نیولو وروسته هم د ترانسپورټ وزارت د نظر په اخیستلو بریالی نشوو.
گهیځ