له خوست وروسته ننګرهار کې هم ډاکټرانو ښوونکو ته د معاینې فیس وړیا کړ

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ننګرهار کې ډاکټرانو له ښوونکو څخه د معاینې فیس نه اخیستو پرېکړه کړې.

دغه ولایت کې د ډاکټرانو د ټولنې رییس عبدالواقف نیازی ویلی، د دغه ولایت د پوهنې له ریاست سره یې یوه هوکړه لاسلیک کړې، چې له مخې یې د ښوونکو معاینه وړیا کړه.

د دوی په وینا دا پرېکړه به د ننګرهار په مرکز او ټولو ولسوالیو کې ټولو هغو ښوونکو ته عملی شی، چې د دندې پېژند کارت ولری.

د دوی د دې ګام موخه د ښوونکو درناوی او د هغوی ملاتړ ښودلی دی.

له ننګرهار وړاندې په خوست کې هم ډاکټرانو دغه پرېکړه کړې وه.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.