معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له خوست څخه سعودي عربستان ته الوتنې پیل شوې

له خوست څخه سعودي عربستان ته الوتنې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ویلي، چې د کام ایر هوایي شرکت الوتنې به له‌‌ دې وروسته په اوونۍ کې یو ځل د خوست له نړیوال هوایي ډګره د سعودي عربستان جدې ته ترسره کیږي.

د خبر پر بنسټ ټاکل شوې چې له دې هوایي ډګره د جدې ترڅنګ د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته هم الوتنې پیل شي.

د خوست نړیوال هوایي ډګر د ۲۰۲۱ کال د جولای په میاشت کې د هغه وخت ولسمشر محمد اشرف غني پرانیست.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس