کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټرانسپورټ او هوایی چلند وزارت ویلی، چې د کام ایر هوایی شرکت الوتنې به له دې وروسته په اوونۍ کې یو ځل د خوست له نړیوال هوایی ډګره د سعودی عربستان جدې ته ترسره کیږی.
د خبر پر بنسټ ټاکل شوې چې له دې هوایی ډګره د جدې ترڅنګ د سعودی عربستان پلازمېنې ریاض ته هم الوتنې پیل شی.
د خوست نړیوال هوایی ډګر د ۲۰۲۱ کال د جولای په میاشت کې د هغه وخت ولسمشر محمد اشرف غنی پرانیست.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ