کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۴):
د ژغورنې د نړیوالې کمېټې مشر ډیویډ میلېبنډ ویلی، افغانستان د هغو شلو هېوادونو په کتار کې درېیم راغلی، چې له سخت بشری کړکېچ سره مخ دی. سومالیا په دغه لېست کې لومړی او ایتوپیا بیا دوهم ځای خپل کړی دی.
د ژغورنې نړیوالې کمېټې مشر زیاته کړې، روان کال د نړۍ ۶۵ میلیونه وګړو بشری مرستو ته اړتیا درلوده او د کورنیو بېځایه شویو شمېر سل میلیونو تنو ته رسېدلی و.
نوموړی ویلی، دا شمېرې به راتلونکی کال تر دې لا ډېرې لوړې شی او شاوخوا ۳۴۰ میلیونه کسان به بشری مرستو ته اړتیا ولری.
نوموړی دغه څرګندونې په داسې مهال کوی چې افغانستان کې ورځ تر بلې بشری کړکېچ له ډېرښت سره مخ دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ