معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له سهار راهیسې تورخم کې د درنو او سپکو وسلو ډزې پیل شوي

له سهار راهیسې تورخم کې د درنو او سپکو وسلو ډزې پیل شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب لومړۍ نېټه):
ګهیځ نیوز ته له سیمې څخه د رسېدلو یو شمېر ویډیوګانو له مخې دغه سیمه کې له شاوخوا اتو بجو راهیسې د درنو او سپکو وسلو ډزې اورېدل کیږي.
که څه هم رسمي سرچینو تر دا مهاله د دغې جګړې پخلی نه دی کړی، خو بېګاه شپه افغان حکومت د تورخم دروازه له دې امله وتړله چې پاکستاني لوري د مسافرو تګ_راتګ په برخه کې شوې ژمنې عملي نه کړې.
تر دې وړاندې تورخم کلینک کې د پاکستاني روغتیاپالانو او پولیسو د پیسو اخیستو او فساد له امله شکایتونو زور موندلی و.
تر اوسه د دغو ډزو علت او په کې دواړو لورو ته د اوښتې مرګ_ژوبلې په اړه رسمي سرچینو څه نه دي ویلي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس