کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب لومړۍ نېټه):
ګهیځ نیوز ته له سیمې څخه د رسېدلو یو شمېر ویډیوګانو له مخې دغه سیمه کې له شاوخوا اتو بجو راهیسې د درنو او سپکو وسلو ډزې اورېدل کیږی.
که څه هم رسمی سرچینو تر دا مهاله د دغې جګړې پخلی نه دی کړی، خو بېګاه شپه افغان حکومت د تورخم دروازه له دې امله وتړله چې پاکستانی لوری د مسافرو تګ_راتګ په برخه کې شوې ژمنې عملی نه کړې.
تر دې وړاندې تورخم کلینک کې د پاکستانی روغتیاپالانو او پولیسو د پیسو اخیستو او فساد له امله شکایتونو زور موندلی و.
تر اوسه د دغو ډزو علت او په کې دواړو لورو ته د اوښتې مرګ_ژوبلې په اړه رسمی سرچینو څه نه دی ویلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ