معماری
خانه / ګهیځ نیوز / له سویلي افریقا سره د افغان لوبډلې د یو ورځنیو لوبو نېټه اعلان شوه

له سویلي افریقا سره د افغان لوبډلې د یو ورځنیو لوبو نېټه اعلان شوه

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغان کرکټ بورډ د روان کال په سپتمبر میاشت کې د نیوزیلنډ پر وړاندې د ټېسټ له یوازینۍ لوبې وروسته د دریو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په موخه د سویلي افریقا لوبډلې کوربه توب کوي.

د دغو لوبو لومړۍ به د همدې میاشتې په ۱۸مه نېټه پیل او لوبلړۍ به یې د سپتمبر تر ۲۲مې نېټې پورې دوام وکړي. د مسوولینو په وینا هندوستان هېواد کې د افغانستان په کوربتوب د نیوزیلنډ لوبډلې پر وړاندې له ټېسټ لوبې وروسته به د سویلي افریقا لوبډلې پر وړاندې د دریو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ په متحده عربي اماراتو کې د دواړو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

دغه درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې به د سپتمبر میاشتې په ۱۸مه، ۲۰مه او ۲۲مه نېټه ترسره شي، چې دغه راز به ډېر ژر د نیوزیلنډ پر وړاندې د یوازینۍ ټېسټ لوبې او سویلي افریقا لوبډلې پر وړاندې د دغې لوبلړۍ په موخه لوبډلې هم اعلان شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس