له سویلی افریقا سره د افغان لوبډلې د یو ورځنیو لوبو نېټه اعلان شوه

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغان کرکټ بورډ د روان کال په سپتمبر میاشت کې د نیوزیلنډ پر وړاندې د ټېسټ له یوازینۍ لوبې وروسته د دریو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په موخه د سویلی افریقا لوبډلې کوربه توب کوی.

د دغو لوبو لومړۍ به د همدې میاشتې په ۱۸مه نېټه پیل او لوبلړۍ به یې د سپتمبر تر ۲۲مې نېټې پورې دوام وکړی. د مسوولینو په وینا هندوستان هېواد کې د افغانستان په کوربتوب د نیوزیلنډ لوبډلې پر وړاندې له ټېسټ لوبې وروسته به د سویلی افریقا لوبډلې پر وړاندې د دریو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ په متحده عربی اماراتو کې د دواړو لوبډلو ترمنځ ترسره شی.

دغه درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې به د سپتمبر میاشتې په ۱۸مه، ۲۰مه او ۲۲مه نېټه ترسره شی، چې دغه راز به ډېر ژر د نیوزیلنډ پر وړاندې د یوازینۍ ټېسټ لوبې او سویلی افریقا لوبډلې پر وړاندې د دغې لوبلړۍ په موخه لوبډلې هم اعلان شی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.