کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۱۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو ویلی، چې له شبرغان څخه تر مزار شریف ښار پورې د ګازو نل لیکې د جوړېدو چارې ۶۳ سلنه بشپړې شوې او پاتې چارې به یې ډېر ژر تکمیل شی.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې د ګازو دغه نل لیکه ۹۵.۵ کیلومټره اوږدوالی لری، چې د رغولو لپاره یې افغان حکومت ۶۰۹ میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې کړې ده.
یاد نل لیکه په ۲۴ ساعتونو کې د ۱.۵ میلیونه متر مکعبه ګازو د لېږد وړتیا لری، چې د رغولو چارې یې له نړیوالو معیارونو سره سمې د افغان انجنیرانو له لوری پر مخ وړل کیږی.
له دغو ګازو څخه به په مزار شریف ښار کې د برېښنا، غضنفر پاور، د ښیښو جوړونې کارخونې او په صنعتی پارکونو کې د ګټې اخیستنې لپاره وکارول شی.
اوس مهال د شبرغان د ګازو له څاه ګانو څخه په ورځنی ډول ۶۵۰ زره متر مکعب ګاز استخراج کیږی، چې د اقچې او شبرغان ښار کې د کورونو تر څنګ بیات پاور، برېښنا او په نور بېلابېلو برخو کې ترې ګټه اخیستل کیږی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ