له شپږمه ښکته ټولګیو کې استادانې د شرعی حجاب په مراعتولو سره خپلو دندو ته دوام ورکولی شی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۹ مه نېټه):
پوهنې وزارت په یوه مکتوب کې خپلو اړوندو پوهنیزو ادارو ته امر کړی چې په ځینو ولایتونو کې د نجونو دینی مدرسې او له شپږم ټولګی ښکته صنفونه د نجونو پرمخ بېرته پرانیزی.
دوی وایی، له لومړی تر شپږم ټولګی زده کوونکې نجونې په ښوونځیو او ښوونیزو کورسونو کې زده کړې کولی شی.
یاد مکتوب چې د صدور نېټه یې د مرغومی د میاشتې ۱۸مه ښودل شوې، د پوهنې وزارت د سرپرست حبیب الله اغا په لاسلیک خپور شوی دی.
د پوهنې وزارت دا مکتوب د باختر اژانش مشر عبدالله واحد ریان تایید کړی دی.
د پوهنې د سرپرست وزیر د مکتوب له مخې، له شپږم تولګی ښکته د زده کړو هغه ټولګی چې د موسسو لخوا تطبیقېږی او د پوهنې وزارت لخوا د فعالیت جواز لری، د هغوی ښځینه زده کوونکې خپلو زده کړو او ښځینه ښوونکې یې خپلو دندو ته د شرعی حجاب په مراعتولو دوام ورکولی شی.
سرچینو ویلی چې ژر به د اسلامی چوکاټ تر برابرولو وروسته له شپږم ټولګی پورته ښوونځی هم د نجونو پر مخ پرانیزی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.