معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له عراق څخه د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو پر وېستلو هوکړه وشوه

له عراق څخه د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو پر وېستلو هوکړه وشوه

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې امریکا او عراق له بغداده د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو پر وېستلو هوکړه کړې.

رویټرز د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، چې د دغې هوکړې له مخې به د راتلونکي زېږیز کال تر پایه سلګونه سرتېري له عراقه ووځي او پاتې ځواکونه به د ۲۰۲۶ کال تر پایه له دې هېواده بهر شي.

په بهرنیو چارو کې د عراق د لومړي وزیر سلاکار فرهاد علاوالدین ویلي، له واشنګټن سره د ایتلافي ځواکونو د وتلو په اړه تخنیکي خبرې – اترې بشپړې شوي، خو د دغه پلان د جزیاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.

د معلوماتو له مخې اوسمهال شاوخوا ۲۵۰۰ امریکایي سرتېري په عراق کې مېشت دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس