کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې امریکا او عراق له بغداده د امریکا په مشرۍ د ایتلافی ځواکونو پر وېستلو هوکړه کړې.
رویټرز د خپلو سرچینو په حواله لیکلی، چې د دغې هوکړې له مخې به د راتلونکی زېږیز کال تر پایه سلګونه سرتېری له عراقه ووځی او پاتې ځواکونه به د ۲۰۲۶ کال تر پایه له دې هېواده بهر شی.
په بهرنیو چارو کې د عراق د لومړی وزیر سلاکار فرهاد علاوالدین ویلی، له واشنګټن سره د ایتلافی ځواکونو د وتلو په اړه تخنیکی خبرې – اترې بشپړې شوی، خو د دغه پلان د جزیاتو په اړه یې څه نه دی ویلی.
د معلوماتو له مخې اوسمهال شاوخوا ۲۵۰۰ امریکایی سرتېری په عراق کې مېشت دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ