کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۰مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرکټ شل اوریز نړیوال جام د چمتوالی سیالیو په ترڅ کې له عمان سره د افغانستان کېدونکې سیالی د اورښت له امله بې پایلې تمامه شوه.
دغه سیالی چې تېره شپه د کابل پر وخت ۹:۳۰ بجې پیل شوه، پچه یې افغان لوبډلمشر وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.
عمان د ۳ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۱۵۴ منډې وکړې.
یادې لوبډلې ته لوبډلمشر عاقب الیاس ۶۶ ناسوځېدلې، ذېشان مقصود او کېشپ پرجاپټی هر یوه ۳۵ – ۳۵ منډې وکړې.
افغان لوری ته نوین الحق او عظمت الله عمرزی یوه – یوه وېکټ وسوځوله او درېیمه رن اوټ شوه.
د افغانستان د توپوهنې پاڼۍ د اورښت له امله ترسره نه شوه او سیالی هم بې پایلې شوه.
د ویلو ده چې افغان لوبډله به د چمتوالی بله سیالی د مې په ۳۱مه له سکاټلنډ سره ترسره کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ