معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له فراه ولایته نهه نور له بې کېفیته تېلو ډک ټانکرونه ایران ته ګرځول شوي

له فراه ولایته نهه نور له بې کېفیته تېلو ډک ټانکرونه ایران ته ګرځول شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۳ نېټه):
د راپورونو له مخې فراه ولایت کې له ايران څخه وارد شوي نهه ټانکره نور بې کېفيته تېل بېرته دغه هېواد ته ګرځول شوي دي.
د سټنډرډ ملي ادارې ویلي، دغه ټانکرونه د فراه ۷۸ میل بندر ته وارد شوي وو، بېرته دغه هېواد ته ور ګرځولي دي.
د دوی په خبره دې وروستیو کې یې په جدیت سره د بې کېفيته تېلو د واردولو مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي دي.
یادې ادارې له سوداګرو غوښتي، چې هېواد ته دې باکېفیته توکي وارد کړي او د بې کېفیته توکو له واردولو دې ډډه وکړي، کنه په خبره یې چې قانوني چلند به ورسره وکړي.
هېره دې نه وي چې تر دې وړاندې هم د بې کېفیتو تېلو ډک ټانکرونه بېرته ایران ته ګرځول شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس