کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۳ نېټه):
د راپورونو له مخې فراه ولایت کې له ایران څخه وارد شوی نهه ټانکره نور بې کېفیته تېل بېرته دغه هېواد ته ګرځول شوی دی.
د سټنډرډ ملی ادارې ویلی، دغه ټانکرونه د فراه ۷۸ میل بندر ته وارد شوی وو، بېرته دغه هېواد ته ور ګرځولی دی.
د دوی په خبره دې وروستیو کې یې په جدیت سره د بې کېفیته تېلو د واردولو مخنیوی لپاره عملی ګامونه پورته کړی دی.
یادې ادارې له سوداګرو غوښتی، چې هېواد ته دې باکېفیته توکی وارد کړی او د بې کېفیته توکو له واردولو دې ډډه وکړی، کنه په خبره یې چې قانونی چلند به ورسره وکړی.
هېره دې نه وی چې تر دې وړاندې هم د بې کېفیتو تېلو ډک ټانکرونه بېرته ایران ته ګرځول شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ