کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د قزاقستان سفیر ګازیز اکباسوف د دغه وزارت له سرپرست نورالدین عزیزي سره کتلي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د افغان سوداګرو لپاره په الماتا کې د یوه سوداګریز مرکز جوړولو، د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د تړونونو د عملي کېدو، افغانستان کې د قزاقي پانګونې او افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې په اسانتیاوو بحث کړی دی.
خبرپانې ویلي چې د دې ترڅنګ پر مهمو نورو موضوعاتو هم دواړه لوري غږېدلي او یو بل ته یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/