کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلی، چې د قزاقستان سفیر ګازیز اکباسوف د دغه وزارت له سرپرست نورالدین عزیزی سره کتلی.
خبرپاڼه زیاتوی، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د افغان سوداګرو لپاره په الماتا کې د یوه سوداګریز مرکز جوړولو، د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د تړونونو د عملی کېدو، افغانستان کې د قزاقی پانګونې او افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې په اسانتیاوو بحث کړی دی.
خبرپانې ویلی چې د دې ترڅنګ پر مهمو نورو موضوعاتو هم دواړه لوری غږېدلی او یو بل ته یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ