له متحده عربی اماراتو څخه بلخ ته لومړۍ سوداګریزه الوتنه ترسره شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۵ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بلخ ولایتی چارواکو ویلی، چې له متحده عربی اماراتو څخه د هوا له لارې د بلخ مزار شریف ښار ته ۱۶ ټنه سوداګریز توکی ولېږدول شول.

د خبر پر بنسټ، د مولانا جلال‌الدین محمد بلخی هوایی ډګر مسوولینو ویلی، دغه سوداګریز توکی د یوې الوتکې په مرسته مزارشریف ته لېږدول شوی دی.

د مولانا جلال‌الدین محمد بلخی هوایی ډګر د ګمرک مدیر ویلی، یاد سوداګریز توکی چې برېښنایی توکی دی، د “بیات پاور” شرکت اړوند دی، تېره ورځ بلخ ته رسېدلې دی.

هغه زیاته کړې چې واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې د مولانا جلال‌الدین محمد بلخی هوایی ډګر ته د کارګو الوتنه کیږی.

د یاد هوایی ډګر مسوولینو همدا راز زیاته کړې، هڅه کوی څو له دغه  هوایی ډګر څخه د هوایی دهلیز له لارې په منظم ډول د توکو د وارداتو او صادراتو د لېږد منظم بهیر پیل کړی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.