معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له منځنۍ آسیا سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې پراخې شوي

له منځنۍ آسیا سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې پراخې شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې له منځنۍ آسیا سره یې سوداګریزې اړیکې پراخې کړې او یوازې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په تېرو لسو میاشتو کې یې ورسره څه باندې یو نیم میلیارد ډالره سوداګري کړې ده.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، له افغانستانه منځنۍ آسیا ته د ۱۱۲ میلیونه ډالرو په ارزښت بېلابېل توکي، په ځانګړي ډول وچه او تازه مېوه صادر شوې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد د یوې ویډیو خپرولو پر مهال ویلي، افغان سوداګرو د ۱.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت توکي له منځنۍ آسیا څخه افغانستان ته وارد کړي دي.

یاد وزارت ټینګار کړی، چې د سوداګرۍ د لا پراخوالي لپاره هڅې روانې دي او له سیمې سره د صادراتو او وارداتو توازن د پیاوړتیا پر لور روان دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس