له منځنۍ آسیا سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې پراخې شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلی، چې له منځنۍ آسیا سره یې سوداګریزې اړیکې پراخې کړې او یوازې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په تېرو لسو میاشتو کې یې ورسره څه باندې یو نیم میلیارد ډالره سوداګری کړې ده.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، له افغانستانه منځنۍ آسیا ته د ۱۱۲ میلیونه ډالرو په ارزښت بېلابېل توکی، په ځانګړی ډول وچه او تازه مېوه صادر شوې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد د یوې ویډیو خپرولو پر مهال ویلی، افغان سوداګرو د ۱.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت توکی له منځنۍ آسیا څخه افغانستان ته وارد کړی دی.

یاد وزارت ټینګار کړی، چې د سوداګرۍ د لا پراخوالی لپاره هڅې روانې دی او له سیمې سره د صادراتو او وارداتو توازن د پیاوړتیا پر لور روان دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.