کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۶ مه نېټه)
د ننګرهار زندان له لوري په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د مشرتابه د ځانګړي فرمان له مخې د دغه ولایت د زندانونو چارو د سمون ریاست له لوري ۳۲۱ زندانیانو ته عفوه او د قید تخفیف ورکړل شو.
په دې لړ کې ۱۲۳ تنه زندانیان په بشپړ ډول عفوه او خوشې شول.
دغه راز ۱۹۸ نورو زندانیانو ته د قید تخفیف ورکړل شو.
د خبرپاڼې له مخې د خوشې شویو ۱۲۳ کسانو له ډلې ۹۹ تنه نارینه، ۸ ښځې او ۱۶ محجوزین (ماشومان) شامل وو.
د ننګرهار د زندانونو چارو د سمون رییس مولوي سهیل سعید ویلي، د زندانونو اصلاحاتي نقش ته ژمن دي او زندانیان هم باید له دې فرصته سمه ګټه پورته کړي، خپلې تېروتنې اصلاح او سالم ژوند غوره کړي.
خوشې شویو زندانیانو د افغان حکومت له دې مهربانۍ خوښي ښودلې او ژمنه یې وکړه، چې د سالم ژوند لار به غوره کوي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/