له ننګرهار زندانه ۱۲۳ تنه زندانیان آزاد شول

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۶ مه نېټه)

د ننګرهار زندان له لوری په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلی، چې د مشرتابه د ځانګړی فرمان له مخې د دغه ولایت د زندانونو چارو د سمون ریاست له لوری ۳۲۱ زندانیانو ته عفوه او د قید تخفیف ورکړل شو.

په دې لړ کې ۱۲۳ تنه زندانیان په بشپړ ډول عفوه او خوشې شول.

دغه راز ۱۹۸ نورو زندانیانو ته د قید تخفیف ورکړل شو.

د خبرپاڼې له مخې د خوشې شویو ۱۲۳ کسانو له ډلې ۹۹ تنه نارینه، ۸ ښځې او ۱۶ محجوزین (ماشومان) شامل وو.

د ننګرهار د زندانونو چارو د سمون رییس مولوی سهیل سعید ویلی، د زندانونو اصلاحاتی نقش ته ژمن دی او زندانیان هم باید له دې فرصته سمه ګټه پورته کړی، خپلې تېروتنې اصلاح او سالم ژوند غوره کړی.

خوشې شویو زندانیانو د افغان حکومت له دې مهربانۍ خوښی ښودلې او ژمنه یې وکړه، چې د سالم ژوند لار به غوره کوی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.