کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولینو ویلی، چې بهرنیو هېوادونو ته د هرات ولایت د پستې صادرات ۲۰ سلنه زیات شوی دی.
د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس محمد یوسف امین رسنیو سره په خبرو کې ویلی، د روان کال لومړیو نهو میاشتو کې د ۲۴ میلیونه ۶۷۶ زره ډالرو په ارزښت بهرنیو هېوادونو ته پسته صادره شوې ده.
نوموړی زیاته کړې، تېر کال یې هم د ۲۰ میلیونه ۳۸۲ زره ډالرو په ارزښت بهر ته پسته صادره کړې وه.
د یادونې ده، چې د هرات ولایت کشک رباط سنګی، کشک کهنه، کهستان، ادرسکن او شین ډنډ ولسوالۍ د پستو پراخ اوبیز او للمی ځنګلونه لری، چې په کې دغه مېوه په لویه کچه موجوده ده.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ