معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / له هوکړې د اسراییلو سرغړونې له امله حماس د بندیانو تبادله وځنډوله

له هوکړې د اسراییلو سرغړونې له امله حماس د بندیانو تبادله وځنډوله

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ح ـ ـماس جـ ـهادي غورځنګ ویاند ابو عبیده اعلان کړی، چې د اسراییلي اشغالګرو د پرلپسې سرغړونو له امله د اسراییلي بندیانو تبادله تر بلې خبرتیا ځنډول شوې ده.

ټاکل شوې وه چې د بندیانو بله تبادله راتلونکې شنبه ترسره شي، خو د تړون نه‌ مراعات او د اسراییلو سرغړونې د دې پرېکړې لامل شوې دي.

ابو عبیده ویلي، حـ ـماس مشرتابه په تېرو دریو اونیو کې له تړون څخه د اسراییلو سرغړونې څارلي، چې غزې شمال ته د بې‌ ځایه شویو فلسطینیانو بېرته ستنېدو ته خنډونه جوړول، د غزې په مختلفو سیمو کې یې هوایي بریدونه او ډزې کړي او د تړون له مخې یې په کافي اندازه بشري مرستو ته اجازه نه‌ ورکوله.

د حـ ـماس جـ ـهادي غورځنګ ویاند زیاته کړې، چې مقاومت جـ ـهادي ډلو خپلې ټولې ژمنې پوره کړي، خو که اسراییل خپلو سرغړونو ته دوام ورکړي، د بندیانو تبادله به لا نوره هم وځنډیږي.

حماس پر اسراییلو غږ کړی، چې خپلې ژمنې پلي کړي او د تېرو اونیو حقونه بېرته فلسطیني ولس ته ورکړي، که نه د بندیانو تبادله به و نه‌ شي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس