له هوکړې د اسراییلو سرغړونې له امله حماس د بندیانو تبادله وځنډوله

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ح ـ ـماس جـ ـهادی غورځنګ ویاند ابو عبیده اعلان کړی، چې د اسراییلی اشغالګرو د پرلپسې سرغړونو له امله د اسراییلی بندیانو تبادله تر بلې خبرتیا ځنډول شوې ده.

ټاکل شوې وه چې د بندیانو بله تبادله راتلونکې شنبه ترسره شی، خو د تړون نه‌ مراعات او د اسراییلو سرغړونې د دې پرېکړې لامل شوې دی.

ابو عبیده ویلی، حـ ـماس مشرتابه په تېرو دریو اونیو کې له تړون څخه د اسراییلو سرغړونې څارلی، چې غزې شمال ته د بې‌ ځایه شویو فلسطینیانو بېرته ستنېدو ته خنډونه جوړول، د غزې په مختلفو سیمو کې یې هوایی بریدونه او ډزې کړی او د تړون له مخې یې په کافی اندازه بشری مرستو ته اجازه نه‌ ورکوله.

د حـ ـماس جـ ـهادی غورځنګ ویاند زیاته کړې، چې مقاومت جـ ـهادی ډلو خپلې ټولې ژمنې پوره کړی، خو که اسراییل خپلو سرغړونو ته دوام ورکړی، د بندیانو تبادله به لا نوره هم وځنډیږی.

حماس پر اسراییلو غږ کړی، چې خپلې ژمنې پلی کړی او د تېرو اونیو حقونه بېرته فلسطینی ولس ته ورکړی، که نه د بندیانو تبادله به و نه‌ شی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.