له ټولنیزو رسنیو ګټه وکړئ!
د ګهیځ ټولنې غړی عبدالرقیب سایل
په پښتو کې ټولنیزو رسنیو ته خواله رسنۍ ویل شوې دی. دا هغه ډول رسنۍ دی چې په عین وخت کې هرڅوک ورته لاسرسی لرلی شی، مصارف یې هم کم دی او په اوس وخت کې تر ټولو غوره رسنۍګڼل کېږی. ټولنیزې رسنۍ لکه: فیسبوک، ټویټر، واټسپ، ټیلګرام، ګوګل فلس، بلاګ او ډېرې نورې رسنۍ یادیږی، چې په کارونې سره یې وګړی له خپلو دوستانو او ملګرو سره په آسانه توګه اړیکې نیولی شی او خپل بېلابېل معلومات، نظرونه او نور مسایل له نورو سره شریکولی شی او ډېر ښه والی یې لا دا دی، چې ډېر ژر د نورو خلکو نظرونه هم پرې ترلاسه کېږی. همدارنګه کولی شئ چې په ژوندۍ او عادی بڼه انځورونه او ویډیوګانې هم له خلکو سره شریکې کړئ او وګورئ، چې ستاسې ذهنی، لاسی او عملی تولیدات څومره خلک ګوری او څنګه یې ارزوی.
د ټولنیزو رسنیو د کارولو لپاره هڅه وکړئ چې ښه ګټه ترې واخلئ، د دې لپاره چې تاسو خپل وخت نه وی ضایع کړی او په ضمن کې مو ترې زیاته ګټه هم پورته کړې وی. فرضاً که پر فیسبوک تاسو څه خپرول غوښتل، نو لومړی باید تاسو هغه په خپله ټولنه کې په هر اړخیز ډول وارزوئ او وګورئ، چې ستاسو پوسټ څنګه دی، ګټه یې زیاته ده که تاوان یا که انځور غواړئ، چې خپور یې کړئ په دې فکر وکړئ، چې زما له دې انځور څخه څوک څنګه ګټه پورته کولی شی؟
په ټولنیزو رسنیو کې د شخصی اطلاعاتو موضوع ډېره مطرح ده، ځکه له دې لارې په آسانه توګه شخصی اطلاعات غلا کېدلی شی.
«د هویت غلا دې ته وایی چې کله یو څوک وغواړی د یو چا په اړه یا د یو چا د ژوند شخصی اطلاعات ترلاسه کړی او ګټه ترې پورته کړی.[البته د معلوم کس له اجازې پرته، نو دې ته د هویت غلا ویل کېږی؛ کوم چې په ټولنیزو رسنیو کې یې بیلګې ډېرې زیاتې دی.]» (کړوخېل، ۱۳۹۵ل، پاڼہ ۲۱)
دغه ډول اطلاعات معمولاً له ټولنیزو رسنیو څخه اخېستل کېږی، د دې لپاره باید تاسو متوجه وی، چې له دغو رسنیو څخه څنګه ګټه پورته کړئ یا د فیسبوک او ټویټر پر پاڼه څنګه او څه ډول مطالب خپاره کړئ.
افغانستان کې د شرایطو پر بنسټ، په کار ده چې ستاسو کاری ځای، د تګ راتګ لاره مو او نورې چارې په یادو رسنیو کې ونه ښول شی که نه نو تاسې او ستاسو کورنۍ له ګواښونو سره مخه کېدلی شی. بل خوا پر فیسبوک کورنی مسایل او د ماشومانو انځورونه خپرول هم اړین نه دی، ځکه خلک یې بیا کاروی او ممکن تاسو ته بیا سرخوږی جوړ کړی. لنډه دا چې هر څه باید تر فیسبوکه ونه رسېږی، یوازې په عامه او فکری کارونو کې ورڅخه ګټه اخېستل مهم دی.
تاسې له دې لارې کولی شئ چې له نړۍ سره ونښلئ او پراخې اړیکې جوړې کړئ. دلته ځینو هغو ټکو ته اشاره کوو، چې د ټولنیزو رسنیو د کارونې په درشل کې خلک کولای شی چې لاسته یې راوړی او یا له دې رسنیو زیاتې پیسې وګټی.
ډېر ملګری پیدا کړئ.
معلومداره ده، چې په ټولنیزو رسنیو کې خلک له نورو سره ملګری کېږی. دا رسنۍ د دوستانه اړیکو جوړولو لپاره ډېرې غوره دی. که غواړئ، چې د نړۍ په ګوټ – ګوټ کې ملګری ولرئ نو د همدې رسنیو له لارې کولی شئ، چې تاسې عرب، غربیان، اروپایان او حتی استرلیایی او افریقایی ملګری را خپل کړئ. یوازې دومره چې په فیسبوک یا کومه بله رسنۍ کې یې درسره اډ کړئ او بیا ورسره خبرې اترې کوئ. د خپل ژوند لوړو ژورو څخه یو بل خبر کړئ، نو دا به ستاسې د ښې ملګرتیا جوړولو لامل شی.
آسانه تجارت وکړئ
څنګه چې دا رسنۍ په ټوله نړۍ کې نښلېدلې دی، نو تاسې هم کولی شئ، چې په دې تار ور وزانګئ او خپلې تجارتی اړیکې مو پراخې کړئ. ممکن لیدلی مو وی، چې په افغانستان کې اوس تجاران د نړۍ هېوادونو ته له همدې (ټولنیزو رسنیو) له لارې وړاندیزونه لیږی چې دوی ته تجاراتی توکی را ولیږی، نو ښکاره ده، چې د میل – میل ځنډ لارې یې درته را لنډې کړې دی او یوازې په څو ثانیو کې خپل پیغام هر ځای ته لېږلی شئ. همدارنګه د خپل بزنس لپاره له ټولنیزو رسنیو کار اخیستلی شئ، چې په مختلفو ډولونو یې اعلانات چمتو او بیا یې پرې خپرولی شی.
پیسې وګټئ
د ګټې مختلفې لارې دی. یوه لاره یې د ټولنیزو رسنیو کارول هم دی، چې که څوک پرې وپوهېږی نو ښایی ډېره ګټه به ترې وکړی. د بېلګې په ډول د دې رسنیو کارونکی کولی شی، چې د یادو رسنیو له مالکانو ډېره ګټه وکړی. دوی دې په آنلاین (په کرښه) تبلیغاتو او اعلاناتو کې مؤثره ونډه ولری ترڅو ګټه وکړی. بل د مشهورو خلکو یا چارواکو فیسبوک او نورو ټولنیزو اکاونټونو چلوولو له لارې هم کولی شئ، چې له دغو خلکو سره په میاشتنی ډول کار وکړئ او خپل میاشتنی معاش واخلئ.
د معلوماتو پراخ ځای
ټولنیزې رسنۍ د معلوماتو لپاره یوه ښه منبع ده. د ورځې په میلیونونو – میلیونونو خلک لګیا دی مختلف افکار په دې رسنیو کې شریکوی. څېړونکی او لیکوال کولی شی، چې دا معلومات وپلټی او د اړتیا وړ توکی ځینې را واخلی.
خپل تولیدات وپلورئ
د ټولنیزو رسنیو بل ښه ټکی دا دی، چې له دې لارې خلک خپل تولیدات پلورلی شی. له انځور نیولې، تر لیکلو او آن ترې کوچنیو کلېپونو پورې؛ له دې پرته د خپل تولیداتو لپاره پر سوشل میډیا خپل اعلانات خپاره کړئ ترڅو ډېر خلک یې ووینی او ستاسې توکی وپیری. که پر دې رسنیو ډېر مخطابان پیدا کړئ نو بیا خو ستاسې کار جوړ دی، ځکه د دې رسنیو له مالکانو به هم پیسې ګټئ او نور خلک به هم بیا تاسې ته اړ وی.
گهیځ