معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له پاکستانه د افغان کډوالو د وېستلو لړۍ ځنډول شوې

له پاکستانه د افغان کډوالو د وېستلو لړۍ ځنډول شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر فلیپو ګرانډي پاکستان ته د خپل سفر په پای کې د دغه هېواد له چارواکو غوښتي، چې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ودروي.

نوموړي غوښتنه کړې، چې د (POR) کارټونو موده دې هم وغځول شي.

په اسلام آباد کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ګرانډي په خپل سفر کې د کډوالو د ستونزو د اوږدمهاله هواري او له پاکستانه د مالي ملاتړ په اړه ټینګار کړی.

هغه ویلي، چې دمګړۍ له پاکستانه د کډوالو د وېستلو چاره درول شوې او UNHCR له اسلام آباده غوښتي، چې دغه بهیر دې بیا نه پیلوي.

ګرانډي هیله څرګنده کړې، چې د روان کال په پای کې به له ځینو هېوادونو، بنسټونو او نورو برخو سره د افغان کډوالو د ستونزو د هواري په چاره کې خبرې اترې وکړي.

ګراندي د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف او نورو پاکستاني چارواکو سره وکتل او د هغه خبرې تر ډېره د شاوخوا د درې میلیونه افغانانو پر برخلیک متمرکزې وې.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس