کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالی کمېشنرۍ مشر فلیپو ګرانډی پاکستان ته د خپل سفر په پای کې د دغه هېواد له چارواکو غوښتی، چې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ودروی.
نوموړی غوښتنه کړې، چې د (POR) کارټونو موده دې هم وغځول شی.
په اسلام آباد کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې ګرانډی په خپل سفر کې د کډوالو د ستونزو د اوږدمهاله هواری او له پاکستانه د مالی ملاتړ په اړه ټینګار کړی.
هغه ویلی، چې دمګړۍ له پاکستانه د کډوالو د وېستلو چاره درول شوې او UNHCR له اسلام آباده غوښتی، چې دغه بهیر دې بیا نه پیلوی.
ګرانډی هیله څرګنده کړې، چې د روان کال په پای کې به له ځینو هېوادونو، بنسټونو او نورو برخو سره د افغان کډوالو د ستونزو د هواری په چاره کې خبرې اترې وکړی.
ګراندی د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان له لومړی وزیر شهباز شریف او نورو پاکستانی چارواکو سره وکتل او د هغه خبرې تر ډېره د شاوخوا د درې میلیونه افغانانو پر برخلیک متمرکزې وې.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ