کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۱۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي اندریکا راټواټي په مشرۍ یوه پلاوي سره په خبرو کې ویلي، چې ډېر ژر به له پاکستانه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو دوهم پړاو پیل شي.
د تېر کال نومبر میاشتې په لومړۍ ڼېټه له پاکستانه د افغان کډوالو د اجباري وېستنې لړۍ پیل شوه او په ترڅ کې یې سلګونه زره افغانان افغانستان ته ستانه کړل شول.
د کډوالو د وېستنې د دوهم پړاو په اړه پاکستان کې مېشت یو شمېر افغانان اندېښمن دي او له نړیوالو څخه غواړي چې پاکستان دې د دغو کړنو مخنیوي په موخه تر فشار لاندې راولي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر کره نېټه نه ده یاده کړې، چې کله به له پاکستانه د کډوالو افغانانو د وېستنې دوهم پړاو پیل شي.
افغان حکومت د دغه چارواکي په تازه څرګندونو کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو په تېر کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت د پاکستان دغه ډول جبر د ټولو اصولو خلاف بللی و.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/