له پاکستانه د افغان کډوالو د وېستنې دوهم پړاو پیلیږی

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوی د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړی استازی اندریکا راټواټی په مشرۍ یوه پلاوی سره په خبرو کې ویلی، چې ډېر ژر به له پاکستانه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو دوهم پړاو پیل شی.

د تېر کال نومبر میاشتې په لومړۍ ڼېټه له پاکستانه د افغان کډوالو د اجباری وېستنې لړۍ پیل شوه او په ترڅ کې یې سلګونه زره افغانان افغانستان ته ستانه کړل شول.

د کډوالو د وېستنې د دوهم پړاو په اړه پاکستان کې مېشت یو شمېر افغانان اندېښمن دی او له نړیوالو څخه غواړی چې پاکستان دې د دغو کړنو مخنیوی په موخه تر فشار لاندې راولی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر کره نېټه نه ده یاده کړې، چې کله به له پاکستانه د کډوالو افغانانو د وېستنې دوهم پړاو پیل شی.

افغان حکومت د دغه چارواکی په تازه څرګندونو کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو په تېر کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت د پاکستان دغه ډول جبر د ټولو اصولو خلاف بللی و.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.