کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۵ مه نېټه):
وروسته له هغې چې پاکستانی حکومت په جبر او زور له یو میلیون څخه د ډېرو افغانانو د وېستو په اړه پرېکړه کړې، په کور دننه او بهر د پاکستانی حکومت د دغې دریځ په اړه غندنې او غبرګونونه دوام لری.
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال، د دفاع چارسمبالی وزیر، پخوانی ولسمشر حامد کرزی او ګڼ شمېر نورو افغانانو د پاکستانی حکومت دغه اقدام ناعادلانه، نامناسب او د ښه ګاونډیتوب د اصولو او ارزښتونو خلاف عمل بللی دی.
د حامد کرزی له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې افغان کډوالو پاکستان ته ګڼې اقتصادی او اجمتاعی ګټې رسولی دی.
تېره ورځ سلګونه کسانو د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د افغانانو د نیونې او په جبری توګه د وېستنې په غبرګون کې لاریونونه وکړل.
د بښنې نړیوال سازمان هم د پاکستان دغه چاره د نړیوالو اصولو خلاف بللی.
بل لور بیا د پاکستان حکومت ویلی، د افغانانو د وېستلو برخه کې په خپل دریځ ټینګ ولاړ دی.
افغانستان کې بیا د حکومت د امیر په حکم تورخم کې راستنېدونکو افغان کډوالو ته یو پنډغالی ترتیب شو او مسوولینو ویلی، هڅه کوی څو ټولو راستنېدونکو افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ