معماری
خانه / ګهیځ نیوز / له پاکستانه د پرلپسې دوهمې کرکټ لوبې ګټلو افغان ټیم په کور دننه او بهر له تود هرکلي سره مخ کړي

له پاکستانه د پرلپسې دوهمې کرکټ لوبې ګټلو افغان ټیم په کور دننه او بهر له تود هرکلي سره مخ کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۷ نېټه):
د پخواني ولسمشر حامد کرزي او ډاکټر عبدالله په ګډون ګڼ شمېر پخوانیو چارواکو د دغې بریا تودې مبارکۍ ویلي دي.
د اوسنیو چارواکو له لوري هم دغه بریا ستایل شوې او افغان لوبډلې ته د راتلونکو لوبو پر وړاندې د بري هیله شوې.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم افغانانو ته مبارکي ورکړې او زیاته کړې یې ده، د افغانانو دې بریا وښوده چې دوی په کمو او د نړیوالو په پرتله په نشتو امکاناتو هم د پرمختګ وړتیا لري.
نوموړي ډاډ ورکړی چې سرپرست افغان حکومت د خپلو لوبغاړو ترشا ولاړه ده او ژمن دي چې د تېر په څېر به د دوی د وړتیا د لوړولو لپاره ټولې ممکنه هڅې وکړي.
د پاکستان پر وړاندې په شل اوریز کرکټ کې د افغانستان تر تاریخي بریا وروسته کرکټ بورډ ملي لوبډلې لوبغاړو ته انعامونه هم اعلان کړل.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف ویلي، هر ملي لوبغاړي ته چې په ۱۵ کسیزه لوبډله کې شتون لري، یو آیفون موبایل او درې_درې زره امریکایي ډالر، ریزرف لوبغاړو ته دوه_دوه زره امریکایي ډالر او اداري پلاوي غړو ته چې له لوبډلې سره ملتیا کوي، زر_زر امریکایي ډالر انعام ورکوي.
دا په نړیوال ډګر کې د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې دوهم ستر بری دی چې د شل اووریزو دریو لوبو لوبلړۍ دویمه لوبه کې هم پاکستان ماتې ورکوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس