نن د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د اکتوبر د میاشتې یودېرشمه نېټه ده چې د اسلام آباد د واکمنو له اړخه هلته د مېشتو ناقانونه افغان کډوالو لپاره د وتلو وروستۍ نېټه شمېرل کېږی او د ښاغلی کاکړ د کابینې له اړخه په دغه هېواد کې د ځایی خلکو او سیاسی ګوندونو له خوا پدې پرېکړه د بیا غور غوښاته هم رد شوه.
بل خوا رسنیز راپورونه وایی چې هره ورځ په سل هاوو افغانې کډوالې کورنۍ له هغه ملک څخه د کډې په بارولو سره بېرته خپل هېواد ته را ستنېږی.
همدا رنګه په کور د ننه افغانستان کې هم حکومت د راګرځول شویو کډوالو د ځای پرځای کولو لپاره د خپل توان تر حده چمتووالی نیسی او هڅه کوی د شته امکاناتو په پام کې لرلو سره له پاکستان او ایران څخه بېرته راګرځول شوی او ځپل شوی کډوال په خپلو ټاټوبو او کلیو کې ځای پر ځای کړی او یا د هغوی لپاره د لنډمهاله کمپونو د جوړولو هڅې وکړی.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې څه باندې یوې اونۍ په ترڅ کې رسنۍ په پرله پسې توګه داسې راپورونه خپروی چې په پاکستان کې له کلونو کلونو مېشت افغان کډوال چې هلته یې پانګونه کړې او آن تولیدی فابریکې یې فعالې کړې دی، د اسلام آباد د واکمنو د دغه زور او فشار له امله خپل د کور سامان او ځینی فابریکې په خورا ناچېزه بیه پلوری ځکه بېرته د راوړلو توان یې نه لری او د اسلام آباد چارواکو هم تر یوې معلومې کچې د زیاتو پیسو په انتقال بندیز لګولی دی.
دا لومړۍ ځل ندی چې پاکستانی چارواکی له خوارو او جګړه ځپلیو افغانانو سره داسې چلند کوی، تر دې وړاندې او آن په افغانستان کې د جګړې د بلو لمبو په مینځ کې چې کله هم د اسلام آباد واکمنو څه خوب لیدلی یا د خپلو خلکو او ولس له اړخه په نورو مسایلو کې تر فشار لاندې راغلی دی، نو هلته پر مېشتو خوارو افغانانو یې د ژوند زمینه تنګه کړې او دهغوی نیونې او ځورونې ته یې ملا تړلې ده او یا یې په ناقانونه توګه له هغوی څخه د پیسو د شکولو په موخه د هغوی د ویستلو او بېرته خپل هېواد ته د هغوی د راستنولو بهانه، د فشار د یوې حربې په توګه کارولې ده.
پدې ترڅ کې آن هغه خوار افغانان هم په پاکستان کې خوندی ندی چې هلته د هستوګنې قانونی اسناد په لاس کې لری او که نور هېڅ هم نه وی د هغوی د قانونی اسناد ( پاسپورټ، ویزه او یا نورو اړونده اسناد) د پاکستانی پولیسو له خوا قیدېږی او له بې کسه او بې وسه افغانانو څخه د رشوت د اخیستو هڅه کوی.
همدارنګه د رسنیزو رپوټونو له مخې ډېر هغه خلک چې لسېزی یې په پاکستان کې ژوند کړی، هلته یې کاروبار جوړ کړی، خو اوس د اسلام آباد د چارواکو د فشار له امله هر څه ترې پاتې شوی او یا یې خپل وسایل په ډېرو کمو بیو پلورلی دی. یو شمېر کډوالو د اجباری اېستلو پروسې په پیل سره رسنیو ته دا هم ویلی وو چې د پاکستان حکومت کډوالو ته له پنځوس زره کلدارو د ډېرو پیسو، څارویو او ډېرو نورو قمیتی توکو د لېږد اجازه هم نه ورکوی.
د اسلام آباد د واکمنو دا ډول فشارونه او ناوړه چلند که څه هم په کور د ننه د هغه هېواد د ولسونو او په تېره بیا په سرحد او بلوچستان کې د مېشتو ولسونو او ځینو سیاسی ګوندونو له خوا هم غندل شوی او غوښتنه ترې شوې چې په پاکستان کې پناه اخیستونکی خوارو افغانانو څخه دی لاس واخیستل شی، خو د “ښاغلی کاکړ” او د هغه د موقتې کابینې د ځینو غړیو چرګ یوه پښه لری او له خپلې دغه پرېکړې نه اوړی!
د اسلام آباد د دې ډول پرېکړې تر شاه خوا مخواه د دې هېواد د پوځی حلقو لاس شته او دا “پردی لاس” لکه څه ډول چې په اسلام آباد کې په موقت ډول د ښاغلی کاکړ د واکمن کولو تر شاه ښکاریده، اوس له هغه ملک څخه د خوارو افغانانو د اجباری اېستلو او هلته د دوی د جایدادونو او آن له هغوی څخه د نقدو پیسو د بېرته ستنولو تر شاه هم په ګڼو موضوعاتو کې له ورایه ښکاره دی او که کاکړ صاحب او ملګری یې څومره هم وغواړی دا حقیقت نشی پټېدای.
خو اوس هغه څه چې د ډیورند د فرضی کرښې دې خواته د افغانستان پر حکومت او چارواکو لازم دی دا دی چې باید د بېرته راګرځول شویو افغانانو ستونزو ته لومړیتوب ورکړی او د نړیواله مرستندویه ادارو په ملتیا د هغوی د بېرته مېشته کولو او هغوی ته د یوه معقول کار د پیدا کولو په اړه جدی پاملرنه وکړی.
د پښتو ژبې مشهور متل دی چې وایې “کله چې لاس مات شی خپلې غاړې ته ځی”، اوس نو که دغه خوار او د پنجاب په څپېړه ځپل شوی افغانان، هر څه دی د دې ملک وګړی شمېرل کېږی او حکومت ته په کار ده چې د هغوی د بېرته مېشته کولو او هغوی ته د کار او روزګار د پیدا کولو په لاره کې جدی ګامونه واخلی. والسلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ