معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له پاکستانه نږدې نهه نیم سوه نور افغان کډوال هم هېواد ته راستانه شول

له پاکستانه نږدې نهه نیم سوه نور افغان کډوال هم هېواد ته راستانه شول

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۱۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو چارو وزارت له پاکستان څخه افغانستان ته د شاوخوا ۹۴۶ تنو نورو افغان کډوالو د راستنېدو خبر ورکړی.
د خبر پر بنسټ د دغه وزارت چارواکو ویلي، چې له دې ډلې ۹۲۱ تنه کډوال په خپله خوښه او ۲۵ تنه نور یې هغه بندیان دي، چې له خوشې کېدو وروسته هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت زیاتوي چې راستانه شوي کډوال د کډوالو چارو وزارت له خوا ثبت او اړین اسناد ورکړل شول.
بلخوا هغه ۱۸ تنه افغانان چې له پاکستانه خارج شوي وو، په ننګرهار ولایت کې د تورخم دروازې له لارې افغانستان ته راستانه شول.
په تورخم کې سرحدي قوماندان ویلي، چې دغه کسان د اسنادو نه لرلو له امله شاوخوا یوه میاشت د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو، چې له خوشې کېدو وروسته د تورخم له لارې بېرته افغانستان ته راستانه شول.
دې وروستیو اونیو کې د پاکستان پولیسو په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د نیولو او شړلو لړۍ یو وار بیا چټکه کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس