کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۱۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو چارو وزارت له پاکستان څخه افغانستان ته د شاوخوا ۹۴۶ تنو نورو افغان کډوالو د راستنېدو خبر ورکړی.
د خبر پر بنسټ د دغه وزارت چارواکو ویلی، چې له دې ډلې ۹۲۱ تنه کډوال په خپله خوښه او ۲۵ تنه نور یې هغه بندیان دی، چې له خوشې کېدو وروسته هېواد ته راستانه شوی دی.
دغه وزارت زیاتوی چې راستانه شوی کډوال د کډوالو چارو وزارت له خوا ثبت او اړین اسناد ورکړل شول.
بلخوا هغه ۱۸ تنه افغانان چې له پاکستانه خارج شوی وو، په ننګرهار ولایت کې د تورخم دروازې له لارې افغانستان ته راستانه شول.
په تورخم کې سرحدی قوماندان ویلی، چې دغه کسان د اسنادو نه لرلو له امله شاوخوا یوه میاشت د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو، چې له خوشې کېدو وروسته د تورخم له لارې بېرته افغانستان ته راستانه شول.
دې وروستیو اونیو کې د پاکستان پولیسو په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د نیولو او شړلو لړۍ یو وار بیا چټکه کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ