له پاکستانه پرون تر زرو ډېر افغان کډوال وېستل شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۵مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستان تېره ورځ یو وار بیا تر زرو ډېر افغان کډوال له خپل هېواده په جبری ډول وېستلی دی.

د خبر پر بنسټ، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر ایکس پاڼه لیکل شوی چې د غوایی پر لسمه پاکستان ۱۰۰۱ تنه افغانان، چې په دغه هېواد کې اوسېدل، په جبری ډول وېستلی، چې په دغو کډوالو کې ۱۹۱ کورنۍ شاملې دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاد کډوال هېواد ته تر راستنېدو وروسته، د مرستو په موخه یو شمېر مؤسسو ته ورپېژندل شوی او دغه راز ورسره د سرپرست حکومت له لوری هم مرستې شوې دی.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.