کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۹):
پاکستانۍ رسنیو د خپلو چارواکو له قوله ویلی، چې د دینی عالمانو او قومی مشرانو یو بل پلاوی کندهار ته له افغان چارکو سره د خبرو لپاره تللی.
ظاهراً د دغه سفر موخه ډیورنډ فرضی کرښې باندې د دواړو لورو ترمنځ د وروستی جنجال د حل په اړه خبرې ښودل شوی دی.
د یاد پلاوی مشری د قاری اسلام عالمیار په نوم یو تن کوی چې ټول_ټال ۱۶ تنه عالمان او سپین ږیری په کې شامل دی.
تر دې یو ورځ وړاندې افغانستان ته د یو بل څلور کسیزه پلاوی د راتلو خبر هم پاکستانۍ رسنیو خپور کړی و.
د راپورونو له مخې دغه ۱۶ کسیز پلاوی به کندهار کې له والی حاجی محمد وفا او نورو حکومتی چارواکو سره د کرښې په دواړو خواوو کې د نښتو په اړه خبرې وکړی.
تېره اوونۍ د سپین بولدک_چمن ترمنځ په شیرو اوبو سیمه کې د دواړو خواوو ترمنځ دوې نښتې وشوې چې په دواړو خواوو کې یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ