کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۰ مه نېټه):
پاکستان چې د نړۍ یو شمېر هېوادونو ته د کرکټ بېټونه، بالونه او ځینې نور وسایل تر جوړولو وروسته صادروی، اوس د رسنیو د یو شمېر راپورونو له مخې د دغو صادرېدونکو توکو له منځه د کرکټ په بال کې هیروین نیول شوی دی.
چارواکو ویلی چې دغه هیروین د کرکټ په توپونو کې دننه په ډېر مهارت سره ځای پرځای شوی وو.
دغه توپونه د پاکستان له راولپنډۍ څخه مالدیپ هېواد ته صادرېدل.
د چارو یو شمېر څارونکی پاکستان هېواد د نشه یی توکو په جوړولو او ترویج تورنوی، خو پاکستان حکومت بیا تل نړیوالو ته د نشه یی توکو او ترهګرۍ سره مبارزه کې د خپلو قربانیو یادونه کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ